IQNA

له  اعتراض کونکو سره خبرې کوو خو ګډوډي‌کوونکي باید په خپل ځای کېنول شي/ ټولې نړۍ امریکا وپېژندله

21:11 - January 03, 2026
د خبر لمبر: 3492257
ایکنا - حضرت آیت‌الله خامنه‌یي ټینګار وکړ: مونږ د دښمن په مقابل کې شاتګ نه کوو او پر الله تعالی په توکل او د خلکو پر ملتیا په ډاډ سره به، دښمن  په ګونډو کړو.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د اسلامي انقلاب ستر رهبر نن سهار، د حضرت امام علي بن ابي طالب (ع) د نېکمرغه زوکړې او د زړونو د سردار شهید قاسم سلیماني د شهادت د شپږمې کلیزې په مناسبت، د ۱۲ ورځنئ جګړې د شهیدانو له کورنیو سره د لیدنې پر مهال، د دښمنانو د"نرمې جګړې" په وړاندې د هوښیارۍ او ملي یووالي د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: دا جګړه چې پر "دوکې، دروغو، تهمت او اوازو" ولاړه ده، هماغه جګړه ده چې د علوي حکومت دښمنانو د امام پر وړاندې له پوځي ماتې وروسته، د هغه د اهدافو د تحقق د مخنیوي لپاره پیل کړې وه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د پروپیګنډو جوړول او د دروغو، دوکې، نفوذ او ورته لارو چارو کارول، او په نننۍ اصطلاح "نرمه جګړه" د هغه وخت په ټولنې کې د شک او ترديد د رامینځته کولو لپاره د متقیانو د مولا د دښمنانو پالیسي وبلله او ویې ویل: کله چې خلک کمزوري شي، د اهدافو ترلاسه کول ناممکن کېږي؛ ځکه چې د الهي سنت له مخې، کار د خلکو په لاس کې دی او د هغوی لخوا ترسره کېږي.

حضرت آیت‌الله العظمی سید علی خامنه‌یي وویل چې په نرمه جګړه کې د دښمن هدف، د خلکو بې حوصلې کول او مایوسه کول او په ملت کې شکونو رامنځته کول دي، او وې ویل: لکه څنګه چې د امیرالمؤمنین په  پړاؤ کې د آوازو او دروغو په خپرولو سره  د خلکو د بدبینۍ هڅه کېدله، نن سبا  هم په ورته ډول ورته اقدامات کیږي؛ البته، د ایران ملت ښودلې چې په سختو وختونو کې او هر چیرې چې د دوي شتون او مرستې ته اړتیا وي، ټینګ ولاړ دي او دښمن مایوسه کوي.

دوی د ایران د ملت پیاوړي انګېزه د بدغواړو لپاره د اندېښنې لامل وګڼله او زیاته یې کړه: "د دښمن او د نرمې جګړې په کمپاین کې د ځینو بې ایمانه یا بې پرواه اشخاصو یوه وسیله، د ایران د ملت د شتمنیو او وړتیاوو څخه انکار کول دي، ځکه چې له ملي وړتیاوو څخه غفلت به د دښمن پروړاندې د ذلت او تسلیمۍ لاره هواره کړي."

د اسلامی  انقلاب ستر لارښود په ​​یوه ورځ کې فضا ته د درو سپوږمکیو لیږل او د دې هېواد په بېلابېلو علمي سکټورونو کې له هغې ډلې په فضايي، بایو ټیکنالوژۍ، طب، درملنې، نانو ټیکنالوژۍ، دفاعي او توغندیزو صنعتونو کې حیرانوونکي پرمختګونه، د ملت او د ایران د نخبه او اغېزمنو ځوانانو د لوی کار مثالونه وبلل او ویې ویل: "دښمن، او له بده مرغه ځینې دننه، هڅه کوي چې دا لوی پرمختګونه چې د بندیزونو پر مهال شوي دي له پامه وغورځوي."

آیت الله العظمی سید علی خامنه اي زیاته کړه: "هغه عوامل چې دښمن یې د جګړې بندولو ته اړ کړ او بیا ئې دا پیغام واستاوه چې موږ نه غواړو له تاسو سره جګړه وکړو، د ایران د ملت ځواک او وړتیا ده؛ البته، موږ د شریر، دوکه باز او دروغجن دښمن په خبرو باور نه کوو."

هغه د درو وروستیو سپوږمکیو په توغولو کې د دخیلو ساینس پوهانو د ۲۶ کلنو ځوانانو عمر ته په اشارې سره، دا د ایران د ملت د بشري سرچینو د لویې شتمنۍ یوه بیلګه وګڼله او ویې ویل: "کله چې هغه امریکایی د ایراني ملت په اړه بې معنی خبرې کوي، نو دومره پوچې خبرې کوي او دوکه او ژمنې هم کوي. خو له نېکه مرغه، اوس د ایران ملت، او په حقیقت کې ټوله نړۍ، امریکا پېژندلې او په ټوله نړۍ کې رسوا شوې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د دښمن واقعي پېژندنه یوه لویه لاسته راوړنه وګڼله او زیاته یې کړه: "خلکو د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې د امریکا واقعیت په خپله ولید. حتی هغه کسان چې باور یې درلود چې د دې هېواد د ستونزو حل له هغه سره خبرې اترې دي، پوهه شول چې د خبرو اترو په منځ کې، د امریکا حکومت د جګړې د پلان په چمتو کولو بوخت وو."

حضرت آیت‌الله خامنه‌یي د خپلو خبرو په بله برخه کې د تېرې اونۍ د تاجرانو او بازاریانو راټولېدنو ته په اشارې سره وویل: بازار او بازاریان  یا تاجران د نظام او اسلامي انقلاب له تر ټولو وفادارو پرګنو څخه دي او موږ هغوی ښه پېژنو. له همدې امله د بازار او بازاریانو په نوم د اسلامي جمهوریت پر وړاندې مقابله نه شي کېدای.

هغوی پر دې باندې په ټینګار سره چې «اعتراض پر ځای دی، خو اعتراض له ګډوډۍ سره توپیر لري»، وویل: چارواکي باید له  اعتراض کونکو سره خبرې وکړي، خو له ګډوډي‌کوونکي سره خبرې ګټه نه لري، بلکې باید هغه  په خپل ځای کېنول شي.

د اسلامي انقلاب رهبر زیاته کړه: دا چې یو شمېر کسان د بېلابېلو عنوانونو او نومونو تر سیوري لاندې، د هېواد د ورانولو او ناامنۍ په نیت، د مؤمنو، سالمو او انقلابي بازاریانو او تاجرانو  تر شا ودرېږي او د هغوی له اعتراضه ناوړه ګټه  اخلي او ګډوډي رامنځته کړي، هېڅکله د منلو وړ نه ده.

حضرت آیت‌الله خامنه‌یي ټینګار وکړ: موږ د دښمن په مقابل کې  شاتګ نه کوو او پر الله تعالی په توکل او د خلکو پر ملتیا په ډاډ سره، دښمن به په ګونډو کړو.

حضرت آیت‌الله خامنه‌یي د خپلو خبرو په بله برخه کې د رجب له ۱۳  سره د ستر شهید حاج قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې هم‌مهالۍ ته په اشارې سره وویل: درې ځانګړنې، یعنې «ایمان»، «اخلاص» او «عمل»، د دغه ګران  او قدرمن شهید اساسي ځانګړنې وې، چې هغه یې زموږ په زمانه کې یو بشپړ او جامع انسان ګرځولی وو.

هغوی پروردگار باندې ژور ایمان، پر الهي مرستو باور او هدف باندې ایمان، د زړونو د سردار ځانګړې ځانګړنې وبللې او زیاته یې کړه: حاج قاسم یو مخلص الهي انسان وو او د ښه نوم او د نورو د ستاینې لپاره یې هېڅ کار نه کاوه.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169168

captcha